مزارشریف (پژواک،۶ وری ۱۴۰۳): د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي، تېرو درېیو میاشتو کې یې د شري (سرخکان) پر ناروغۍ اخته ۱۵۰۰ ماشومان بستر کړي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې متخصص ډاکټر حبیبالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتون کې د تېرو درېیو میاشتو پر مهال ۱۵۰۰ ماشومان د شري ناروغۍ له امله بستر شوي دي.
نوموړي وویل، د یادو ناروغانو له ډلې ډېری یې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي چې دا مهال یوازې په ايسيیو کې پر شري اخته شاوخوا ۴۰ ماشومان بستر دي.
ډاکټران شری (سرخکان) ناروغي ساري او ویروسي بولي او وایي، ډېر شمېر هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، پر دغې ناروغۍ اخته کېږي.
دوی وايي، له شري د مخنیوي لپاره هره کورنۍ باید خپل ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې واکسین کړي.
د بلخ حوزوي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر ندیم سرتور وویل، شری د یو ډول ویروس له امله د ماشوم په بدن کې پیدا کېږي چې کورنۍ باید له وړاندې د دغې ناروغۍ مخنیوي ته پاملرنه وکړي چې یوازېنۍ لار یې د دې ناروغۍ ځانګړی واکسین دی.
د هغه په خبره، ځینې کورنۍ د درملنې خلاف ماشومان په ګرمو جامو کې رانغاړي او هڅه کوي چې ګرم یې وساتي چې دا کار د ګټې پر ځای ناروغ ته زيان رسوي.
هغه وویل: «کله چې ماشوم په شري اخته کېږي، لومړی یې د خولې دننه سپین رنګه ټکي پیدا کېږي، شدیده تبه پیدا کوي، سترګې یې التهابي کېږي او نهایت پر وجود یې سرې زخې ښکاره کېږي چې ډېر ژر باید نږدې روغتیایي مرکز او ډاکتر ته ورسول شي.»
خو په دغه روغتون کې د یو شمېر بستر ناروغانو کورنۍ وايي، د دغه ډول ناروغیو په اړه باید په پراخه کچه د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شي؛ ځکه خلک یې په اړه معلومات نهلري.
د یادونې ده چې له دې مخکې د بېپولې ډاکټرانو ټولنې په افغانستان کې د شري ناروغۍ له ډېرېدو خبر ورکړی و چې د عامې روغتیا وزارت له لوري رد شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP