Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې د شاوخوا ۹۶ میلیون افغانیو په پانګونې یو سوداګریز مارکېټ جوړېږي

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د خصوصي سکټور د شاوخوا ۹۶ میلیون افغانیو په پانګونې سره پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کابل کې ترسره شوه.

خبرپاڼه کاږي، دې غونډې ته په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه او همدا راز په بېلابېلو برخو کې د پانګونې یو شمېر نورې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

د خبرپاڼې په حواله، له هراړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تاییدوړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، د دې طرحې له مخې خصوصي سکټور د شاوخوا ۹۶ میلیون افغانیو په پانګونې سره پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي چې په تهکاوۍ کې به د پارکینګ په درلودو سره ۳۴۱ دوکانونه ولري.

د خبرپاڼې په حواله، د پانګونې بین‌الوزارتې کمېټې په دې غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په کابل صنعتي پارک کې د موټر جوړونې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ستراتيژیک چوکاټ جوړولو او په اسلام‌قلعه بندر کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو هم بحث وشو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو طرحو د هراړخیزې ارزونې په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د طرحو د وړاندې کوونکو له شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.