Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د دېوال نړېدو پېښه کې درېیو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د لغمان ولایت د مرکز اړوند په چهلمټیو سیمه کې د دېوال نړیدو له امله دوه ماشومان مړه شوي او يو ټپي دی.

د لغمان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري خیر محمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن مازدیګر د دغه ولایت مرکز مهترلام د چهلمټیو په سیمه کې د شدید باد له امله د یوه کور دېوال نړېدلی دی.

هغه وویل چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سخت ورښتونه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.