کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د ا.ا مشرتابه په اختریز پیغام کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی له نړۍ سره پر اسلامي اصولو ولاړې اړیکې غواړي خو نړۍ دې هم د افغانستان معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی ولري.
هغه دغه راز ویلي، تعلیمي ادارې هم مکلفیت لري چې نصابونه دې د شریعت مطابق عیار کړي او د ځوانانو سالمه روزنه دې وکړي او له خلکو یې غوښتي چې د مغرضو کړیو پر هغو تبلیغاتو باور ونه کړي چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي، یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو تشویش خپروي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د کوچني اختر په مناسبت دغه اختریز پیغام پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
د اسلامي امارت مشر مولوي هبتﷲ اخندزاده په دغه پیغام کې ویلي: «افغانانو کلونه کلونه په مخالفتونو او جګړو کې تېر کړي، اوس الحمدلله د وحدت او اتفاق ښه فرصت ﷲ تعالی راکړی دی، راځئ له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلو، خپل وحدت او یووالی چې د بریا او عزت راز مو دی، لا ډېر ټینګ او یقیني کړو.»
هغه ویلي چې افغانستان اوس امن شوی او خلک د بل هر وخت په نسبت په ښه امنیت کې ژوند کوي.
ده زیاته کړې، اسلامي امارت ټول محاکم د حنفي فقهي په رڼا کې د شریعت په تطبیق مکلف کړي دي او پر همدې اساس د اسلامي امارت محاکم مکلف دي چې د مطهره شریعت مطابق فیصلې وکړي او د خدای (ج) حدود جاري کړي.
د ده په خبره، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د هر ډول فساد د مخنیوي هڅه کوي او له امله یې د منکراتو کچه ټيټه شوې ده او دا د اسلامي نظام یو له سترو اهدافو څخه دی چې په ټولنه کې د هر ډول مفاسدو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړې چې د ټولو علماء کرامو مسئوولیت جوړېږي چې د ځوانانو د عقیدو په سمولو او د منکراتو د مخنیوي په برخه کې پوره همکاري وکړي د اسلامي امارت ټول فرامین، قوانین او په ځانګړې توګه د امر بالمعروف قانون ټولو خلکو ته تشریح کړي او خلک یې عمل کولو ته وهڅوي.
د اسلامي امارت مشر ویلي، په دې اړه د اسلامي امارت تعلیمي ادارې هم مکلفیت لري چې په ټولو تعلیمي برخو کې د عقایدو او اعمالو اصلاح ته جدي توجه وکړي او نصابونه دې د شریعت مطابق عیار کړي او د ځوانانو سالمه روزنه دې وکړي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د دیني پرمختګونو تر څنګ د وطن د ابادۍ او د خلکو د اقتصادي پياوړتیا لپاره د شریعت مطابق خپله هڅه کړې او لا یې هم کوي.
ده ویلي: «خلک مو باید د مغرضو کړیو او استخباراتي سازمانونو په هغو تبلیغاتو باور ونه کړي چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي، یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو تشویش خپروي. اسلامي امارت د ﷲ جل جلاله په نصرت سره خپل ټول کوښښ کوي چې ستاسو ژوند ښه شي.»
هغه ویلي، غواړي له نورو ملکونو سره په اسلامي اصولو ولاړې ښې او ګټورې اړیکې ولري.
ده ویلي: «له ټولو خواوو څخه غواړو چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي، زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي او زموږ د ثبات، امنیت او پرمختګ مانع ونه ګرځي.»
د اسلامي امارت مشر دغه راز په خپل پیغام کې پر فلسطینیانو د اسرائیلو بریدونه غندلي، او له نورو اسلامي هېوادونو څخه یې هم غوښتي چې د فلسطین د خلکو ملاتړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP