Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

كابل ښار کې د وطني بوټانو د پلور بازار ښه شوی

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د کوچني اختر په رارسېدو سره په کابل ښار کې د وطني بوټانو د پلور بازار ښه شوی؛ په دغه ښار کې د بوټانو د تولید کارخونو مسوولین د خپلو تولیداتو د پلور له ډېرېدو خوښ دي او له هېوادوالو غواړي چې له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

د کابل د کسبګرو خونې د معلوماتو له مخې، اوس ‌مهال د ښار په کچه د بوټونو د تولید ۲۲۴ کارخونې فعالیت لري.

د بوټونو د تولید کارخونو مسوولین: وطني بوټونه ښه کیفیت او مناسبې بیې لري

کابل ښار کې د بوټونو جوړولو یوې کارخونې مسوول خلیل نایاب وايي چې د اختر په رانږدې کېدو سره د وطني بوټونو خرڅلاو ډېر شوی دی.

هغه وویل، په کارخونه کې یې چې ۱۵ کاله مخکې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه کړې، په بېلابېلو کچو ښځینه او نارینه بوټونه او سرپایانې جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي.

نوموړی چې دغه کار له پلار په میراث ورپاتې دی، وايي، د وطن تولید بوټان غوره کیفیت او مناسبې بیې لري.

هغه چې خام مواد له ایران او پاکستانه راواردوي، وویل چې د بوټ د تولید پړاوونو کې قالب کول، رویه‌کاري او پردازکاري شامل دي.

هغه دغه ‌راز وویل: «افغانستان کې د بوټ جوړولو صنعت وده کړې خو د پلور بازار یې دومره نه دی ښه؛ ځکه چې له ایران، پاکستان او چین سره سیالي نه شو کولای؛ له حکومته غواړو چې پر واردېدونکو بوټانو تعرفه لوړه کړي څو وکولای شو په بازار کې رقابت وکړو، که ملاتړ مو وشي، له هېواده بهر یې هم صادرولای شو.»

نایاب په ټینګار وايي: «زموږ جنس لوړ کیفیت لري او د شپږو میاشتو په ضمانت یې ورکوو، چا چې کارولی، پوهېږي چې لوړ کیفیت لري او بیې یې هم مناسبې دي، یو جوړه د هلکانو بوټونه په ۲۰۰ افغانۍ بازار ته وړاندې کوو چې پرچون‌پلورونکي یې تر ۳۵۰ افغانیو پلوري. چینايي مال ښه کیفیت هم نه‌لري او په بازار کې په ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي، خو یوه میاشت هم کار نه ورکوي، پښې هم بد بوی پیدا کوي.»

هغه چې اوسهال په کارخونه کې یې ۱۶ کسانو ته د کار زمینه  برابره کړې وايي، هر ورځ درې یا څلور درځنه بوټان چې په هر درجن کې ۱۲ جوړې وي، تولیدوي خو که پلور یې ډېر شي، دغه رقم به په ورځ کې ۱۶ درځنونو ته لوړ شي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې له وطني تولیداتو استفاده وکړي چې هم ښه کیفیت لري او هم د هېواد اقتصاد وده کوي.

ورته مهال، کابل ښار کې د بوټانو یو بل تولیدوونکی ننګیالی وايي،  اووه کاله مخکې یې دغه کارخونه جوړه کړې او اوس نهه کسان په بېلابېلو برخو کې ورسره کار کوي.

هغه هم د کوچني اختر په درشل کې د خپل پلور د ډېرېدو یادونه کوي او وايي چې د ورځې شاوخوا شپږ درځنه بوټان پلوري خو پخوا یې پلور دومره ډېر نه و.

هغه هم شکایت لري چې د بهرنیو بوټانو واردات د داخلي بوټانو بازار خراب کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د خلکو اقتصاد خراب دی، بازار کې بې‌کیفیته بوټ او څپلۍ په ټیټه بیه ان په ۱۵۰ افغانۍ هم پلورل کېږي؛ په داسې حال کې چې زموږ تولیدات چې ښه کیفیت لري خو له دې امله چې نسبتاً لوړه بیه لري، نه پلورل کېږي.»

ننګیالی له اسلامي امارته غواړي چې د بوټانو د تولیدوونکو ملاتړ وکړي.

یو بل بوټ تولیدوونکی مطیع‌الله نیاری وایي چې د اختر په شپو ورځو او بوټ پښو کولو موسم کې یې پلور ډېریږي.

دوه اخترونه د بوټانو د پلور وخت وي او خلک له وطني بوټانو راضي دي، بازارونه ډېر ښه شوي او تقاضا ډېره شوې ده.

دی هم د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه کوي چې د بوټانو د تولیدوونکو ملاتړ وکړي.

د کارخونو کارکووکي خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده

د بوټانو د تولید په یوه کارخونه کې یو کارګر عبدالباسط امین‌دوست وایي، دا چې د کار زمینه ورته برابره شوې خوشحاله دی، دی چې له دې لارې کومې پیسې ترلاسه کوي، د  ۱۲ کسیزې کورنۍ اعاشه یې کېږي.

هغه له خلکو غوښتنه کوي څو له وطني تولیداتو استفاده وکړي چې هم د هېواد اقتصاد وده وکړي او هم د کار زمینه برابره شي.

دغه ‌راز په کابل ښار کې د بوټانو د تولید په یوه کارخونه کې یو کارګر عبدالمقصط وایي، دا چې د کار زمینه ورته برابره شوې، خوښ دی.

نوموړی هم له خلکو غوښتنه کوي چې له وطني بوټانو استفاده وکړي؛ ځکه چې وطني بوټان ښه کیفت لري.

پېرونکي یا ګټه اخیستونکي: وطني بوټان له ښه کیفیته برخمن دي

منیراحمد چې بازار ته د خریدارۍ لپاره راغلی وایي: «راغلی یم چې کوم جوړ وطني بوټونه واخلم؛ ځکه وطني جنسونه فوق‌العاده ښه دي.»

هغه وایي چې تل له وطني تولیداتو استفاده کوي؛ ځکه دوامداره او باکیفیته دي.

ورته مهال، د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي احمد فواد وویل، مخکې یې له وطني بوټانو استفاده کړې او له کیفیته یې راضي دی، اوس هم غواړي چې وطني بوټ واخلي.

هغه چې د وطني بوټونو له کیفیته راضي و، له ټولو خلکو غوښتنه وکړه چې د هېواد د صنعت د ودې لپاره له وطني تولیداتو استفاده وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.