خوستښار (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): خوست کې یو شمېر رضاکار ځوانان د ځنګلونو د بیا احیا په موخه په غرونو، دښتو او شاړو ځمکو کې د ځنګلي ونو تخمونه شیندي.
یاد ځوانان وايي، دغه کار د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو د هېواد د ژغورنې لپاره کوي.
نقیبالله ځلاند يو له دغو ځوانانو دی چې په غرونو او دښتو کې د بېلابېلو ځنګلي ونو تخمونه شيندي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، خلکو ته په کار ده چې له حکومت سره په ګډه د ځنګلونو د بیا احیا او طبیعي ښکلاوو په رامنځته کولو کې هلې ځلې وکړي.
هغه زیاته کړه: «څو مو چې وس او توان وي، په ډېرو شاړو ځمکو کې به دا تخمونه وکرو، څو دا شاړې ځمکې ابادې شي، هم د سیمې د سمسورتیا په خاطر او هم د ټولنې د پرمختګ په خاطر څو یو زرغون افغانستان ولرو.»
فرهاد شپون د دغه ولايت يو بل ځوان دی چې دغه ستر کار ته يې ملا تړلې ده.
هغه وويل، که حکومت او خلک په ګډه کار وکړي، نو کیدای شي په کم وخت کې د هېواد تخریب شوي ځنګلونه بېرته زرغونه شي.
هغه زياته کړه: «په خوست کې مو له نورو ځوانانو هم هیله ده څو هغه سیمې چې کار نه دی ورته شوی او شاړې پاتې شوې، په خپله ابتکار سره ابادې او شنې کړي.»
ورته مهال، د خوست ولایتي مسوولین د ځوانانو دا هڅه د ځنګلونو د بیا احیا لپاره مهمه بولي او ډاډ ورکوي چې د ورته نوښتونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالداري رییس شېرمحمد ذبيح وویل، په مختلفو سیمو کې د تخم شیندلو دغه اقدام د ستایلو دی.
هغه پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ډاډ ورکړ چې د ځنګلوهنې مخنیوي او د شاړو سیمو زرغونولو لپاره بېلابېل پروګرامونه تر کار لاندې دي.
نوموړي زياته کړه: «په غرونو کې نیالګي کېنول، اوبه ورکول او چکډيمونه جوړول دا هغه څه دي چې موږ په خپله دغه کارونه کوو نو چې څوک دغه کار کوي، له بل سره حتماً همکاري او همدردي کوي، نو دا یو ښه او پر ځای اقدام دی.»
د معلوماتو له مخې، د هېواد ډېری ځنګلونه د تېرو جګړو پر مهال له منځه تللي، خو په دې وروستیو کې د حکومت او خلکو له لوري یې د بیا احیا لپاره هڅې پیل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP