فېروزکوه (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۴): په غور کې د سبزار په نوم یوه دردمنه مور چې د بېوزلۍ له امله یې خپله ۱۱ کلنه لور د پنځه سوه زره افغانیو پور په بدل کې کوژدې ته مجبوره کړې وايي، دغه کار یې د نورو اولادونو د ژوندي پاتې کېدو په موخه کړی دی.
اجباري ودونه؛ هغه ستونزه چې له ډېرو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې شته، ډېری وخت یې بدې پایلې درلودلې دي.
مور: د اولادونو ژوندي پاتې کېدو لپاره مې راضیه واده ته مجبوره کړه
راضیه (مستعار نوم) هغه نجلۍ چې د فېروزکوه ښار اوسېدونکې ده، د اجباري ودونو له قربانیانو څخه یوه ده. فقر او بېوزلۍ یې کورنۍ اړه کړې چې راضیه په لس کلنۍ کې واده ته مجبوره کړي.
راضیه چې لا یې د ماشومتوب رېښتېنې مسکا نه ده تجربه کړې، خپلو همزولو سره د لوبو پر ځای د فقر او لوږې له امله د کورنۍ له خوا واده ته مجبوره شوې ده.
د راضیې له واده څخه نږدې یو کال تېرېږي. هغه د خپلې مور کور ته په میلمستیا راغلې خو په یوه کونج کې ناسته وه او له خبرو کولو یې ډډه کوله؛ ځکه ډارېده چې داسې څه ووایي چې ستونزه ورته جوړه شي.
د راضیې مور ۴۲ کلنه خرامان چې د خپلې وړې لور درد له هر چا ډېر درک کوي، وايي: «د شپې چې ویده کېږم، غواړم چې لور مې په غېږ کې اوسي؛ خو نشته، ډېره راته سخته ده، بیا چې ډېر زړه مې تنګ شي، ځم د یو څو ورځو لپاره یې خپل څنګ ته راولم.»
هغه د خپلې لور د واده څرنګوالي په اړه داسې کیسه کوي: «ما خپله مشره لور یو سړی ته ورکړې وه او د هغې لور مې خپل زوی ته کړې وه. له بدهمرغه چې زما د د لور کوژدن مړ شو. د لور خسر مې راغی او ویې ویل، ستاسو لور دې ستاسو وي. له موږ څخه یې ۶۰۰ زره افغانۍ وغوښتې. موږ پیسې نه درلودې، اړه شوو چې خپله کشره لور مې د هغه بل زوی ته ورکړم.»
خرمان وايي، لور یې د څلورم ټولګي زدهکوونکې وه او درس سره یې ډېره لېوالتیا درلوده خو وروسته له دې چې د خاوند کور ته ولاړه، نور ښوونځي ته د تګ اجازه نهلري.
هغې وویل: «لورکۍ مې مجبوره ده چې د کور کارونه وکړي، له جارو، اخلي پخلي نیولې تر جامو مینځلو او څارویو ته تر رسیدګۍ پورې ټول زما د لور په اوږدو دي، له توانه یې پورته دي؛ خو څه وکړي مجبوره ده.»
خرامان چې غږ یې له درده ډک و، ویې ویل، د اته کسیزې کورنۍ یوازېنۍ نفقه راوړونکې ده. په داسې حال کې چې په سختۍ د ژوند نهختمېدونکي دردونه زغمي، نه یوازې دا چې خپله کوچنۍ لور یې بل کور ته ولېږله، بلکې د خپل زوی او خاوند د روږديتوب دروند بار یې هم په اوږو دی.
هغه دغهراز وايي، مناسبه اقتصادي وضعیت نهلري او دا چې لور یې د خاوند په کور کې وږې نه ده، خوشحاله ده؛ خو اصلي اندېښنه یې د فقر او بېوزلۍ له امله د پاتې اولادونو له لاسه ورکول دي.
هغې څرګنده کړه چې اوسمهال خپلو اولادونو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره خیرات ټولوي.
دا یوازې د راضیه دردونکې کیسه نه ده چې په کوچنيوالي کې واده شوې؛ بلکې نورې نجونې هم دي چې د بېلابېلو لاملونو لکه ناخوښه دودونو، فقر، لوږې او ځینې وخت د کورنیو فشار له امله واده شوې دي.
۴۰ کلنه سبزار، یوه بله مور چې د فقر او بېوزلۍ له امله یې خپله ۱۱ کلنه لور کوژدې ته مجبوره کړې ده.
هغه زیاتوي: «له مجبورۍ او پور له امله مې خپله لور ورکړه، موږ خپله لاړو د هغه سړي کور ته چې ماشومان مو وږي دي، له هغه مو وغوښتل چې زموږ یوه لور خپل زوی ته وکړي او په بدل کې یې موږ ته هر کال غنم او جوار را کړي.»
نوموړې خپله ۱۱ کلنه لور چې لا تر اوسه د ماشومتوب پر لوبو بوخته وه او د ژوند پر ستونزو نه پوهېده، کوژدې کولو ته مجبوره کړې. هغې وویل: «هغه کس مې لور خپل ۲۰ کلن زوی ته کوژده کړه، له موږ سره یې ژمنه وکړه څو زموږ لور پيغله شوې نه وي واده به نه کوي.»
د سبزار لور اوسمهال د فېروزکوه ښار یوه ښوونځي کې په پنځم ټولګي کې درس وایي، خو معلومه نه ده چې څه وخت یې واده کوي او راتلونکی به یې څنګه وي.
کارپوهان
یوه تولنیزهفعاله زرمینه اعظیمي وایي چې د کمعمر ودونو اساسي لاملونه په ټولنه کې د ناخوښو دودونو شتون، بېوزلي او فقر دي چې کولای شي د جوړو نهتفاهم، په کورنیو کې نه جوړښت، د ماشومانو د غیرسالمې روزنې او ان د نجونو د ځانوژنې لامل شي.
هغه وایي: «په کمعمر کې ودونه د جنسیتي نابرابرۍ لامل کېږي، نجونې په دغه عمر کې تر تاثیر لاندې راځي او د هغو حقونه ضایع کېږي او نادیده نیول کېږي، نجونې په دې عمر کې نهشي کولای چې په ښه ډول اړیکه ونیسي، همدا ستونزې د دې لامل کېږي چې پر نجونو له هرې خوا فشار راشي او هغوی په پرمختللي روحي او رواني ستونزو اخته کېږي او د ځانوژنو لامل کېږي.»
د ښوونې او روزنې کار پوه غلامنبي ساقي وایي د بېوزلۍ ترڅنګ، بېسوادي او د کورنیو نهپوهاوی هم د اجباري او په کمعمر کې د ودونو اصلي لاملونه دي چې کولای شي نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي.
د هغه په خبره، په کمعمر کې اجباري ودونه د دې لامل کېږي چې نجونې بېسواده پاتې شي او د خپلو اولادونو په ښوونه او روزنه کې مرسته و نهشي کړای، که کورنۍ یې ښه اقتصادي وضعیت و نهلري، په هغه کې ښه رول و نهشي لوبولی او لسکونو نورو ستونزو سره مخ کېږي.
د هغه په خبره چې د ټولنیزو رسنیو، د جوماتونو امامانو او قومي مشرانو د اطلاع رسونې له لارې کېدای شي چې په کمعمر کې د ودونو مخه ونیول شي.
ورته مهال، یو دیني عالم عبیدالله برهاني وایي چې کورنۍ نه باید خپلې کوچنۍ لوڼې د نفقې برابرولو په موخه په کمعمر ودونو ته مجبورې کړي او یا یې وپلوري.
هغه وویل: «نجونې هغه سرچینې نه دي چې موږ وکولای شو چې له هغو ډوډۍ لاسته راوړو، سمه ده چې نجونو ته په اسلام کې مهریه په نظر کې نیول شوې او د شریعت له مخې هغه د هغې پورې اړه لري، که نه دا هغه ادرس نه دی چې پلار له دې ادرسه د خپل کور لګښت لاسته راوړي او دا ډېرې بدې پایلې او عواقب لري.»
هغه دغهراز وایي چې پر دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده چې کورنیو ته پوهاوی ورکړل شي او دغهراز حکومت هم باید د کمعمر ودونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات تر سره کړي.
«هڅه کېږي څو ټولې ښځې او نجونې له خپلو ټولو شرعي حقونو برخمنې شي»
د غور د امربالمعروف او نهی عن المنکر امر مولوي عبدالباسط ملازاده په دې اړه وایي، د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو له پیله تر اوسه د اجباري ودونو ۲۶۰ قضیو ته چې ۱۰ یې د روان کال په ترڅ کې وې، رسېدنه شوې ده.
هغه وویل: «دغو قضیو کې د میراث، د کورني تاوتریخوالی او نور موارد شامل دي چې د کورنیو، یا د نورو دولتي او نادولتي بنسټونه له خوا شکایت شوی او یا هم زموږ ادارې ته اطلاع رسېدلې موږ هغو ته رسېدنه کړې ده.»
د هغه په خبره، دوی دا قضیې له کورنیو سره د بېلابېلو ناستو، قومي مشرانو او دغهراز د سزا او جریمې په ټاکلو سره حلوفصل کړې دي.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د ښځو حقونو ته ژمن دی او هڅه کوي څو ټولې ښځې او نجونې له خپلو شرعي حقونو برخمنې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP