نورستان ( پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د نورستان د امنیه قومانداني مسوولین وایي، نن غرمه په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوې ماشومې ژوند بایللی او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د نورستان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامالرحمن حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې نورګرام ولسوالۍ کې یو ډاډسن موټر چې له بړاګوش کلي څخه د ولسوالۍ بازار ته روان و، له سړک اوښتی او چپه شوی دی.
هغه وویل، په دې پېښه کې یوه ماشومه نجلۍ مړه شوې او د دوو ښځو په ګډون پهکې اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره، سیمې ته د ترافیک پولیس رسېدلي او ټپیان یې د ښې درملنې په موخه د ولسوالۍ رغتون ته انتقال کړي دي.
نورستان د هېواد په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی چې د لویو لارو په ګډون یې د ولسوالیو لارې هم خرابې دي او ډېر کله پهکې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP