Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایا په ایران کې اوس‌مهال اته میلیونه افغان کډوال ژوند کوي؟

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار کابل کې د کډوالو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې ایران کې اوس‌مهال اته میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو ایا د دغه ایراني میلمه څرګندونې دقیقې دي، که نه؟

د اسلامي‌امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار محمدرضا بهرامي، کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیګدلي او مل پلاوي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمدرضا بهرامي ویلي: «دا مهال په ایران کې اته میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له دې ډلې څلور میلیونه یې قانوني اسناد نه‌لري او یا یې قانوني موده پوره شوې ده.»

خو د کډوالو او‎ راستنېدونکو چارو وزارت د نوموړي دغه معلومات دقیق نه بولي، په داسې حال کې چې د وزارت په اعلامیه کې یې هم خپاره کړي دي.

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مولوي عبدالمطلب حقاني نن پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا دقیق نه دي، دوی بیخي زیات ښیي، دا د ده خبره وه.»

هغه زیاته کړه، اوس‌مهال په ایران کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال اوسېږي.

نوموړي وویل: «ډېری افغانان د مهاجر په توګه نه، بلکې د کار لپاره، د درملنې لپاره په قانوني او غیرقانوني لارو ایران ته ځي، خو د مهاجرو په توګه نه وي، هلته صرف خپل کار او روزګار کوي، بیا بېرته په میاشت او یا څو میاشتې پس بېرته راځي، شاید دوی به هغه هم په کې حسابوي، هغه خو مهاجر نه دي.»

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، اوس‌مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اووه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې شاوخوا درې میلیونه یې په ایران، شاوخوا درې میلیونه یې په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي چې ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد لري او ځیني یې نه‌لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.