Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: ایران دې له افغان کډوالو سره له نرمښته کار واخلي

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست له یوه ایراني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د ایران حکومت دې له افغان کډوالو سره له زغم او نرمښته کار واخلي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار محمدرضا بهرامي، کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیګدلي او مل پلاوي سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې د وزارت د سرپرست له قوله لیکل شوي چې اسلامي امارت د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ایران کې یې د اقامې قانوني موده پای ته رسېدلې، د قانوني اسنادو د برابرولو لپاره یو میکانیزم چمتو کوي څو هغوی ته د پاتې کېدو قانوني زمینه برابره شي.

هغه له ایراني لوري غوښتي چې له افغان کډوالو سره له زغم او نرم چلنده کار واخلي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت غواړي چې کوربه هېوادونه افغان کډوالو ته وخت ورکړي څو هغوی په داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شي او د دې لپاره یې د ۴۶ ښارګوټو طرحې جوړې کړي چې پر ځینو یې عملاً کار هم روان دی.

د خبرپاڼې له‌ مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمدرضا بهرامي، تهران ته د سفر لپاره مولوي عبدالکبیر ته بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې له سفر مخکې که د کډوالو د راستنېدو د څرنګوالي په اړه یو ګډې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپله طرحه له دوی سره شریکه کړي، دا به د کار له ښوالي سره اساسي مرسته وکړي.

هغه له افغان کډوالو سره پر انساني چلند ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا مهال په ایران کې اته میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له دې ډلې څلور میلیونه یې قانوني اسناد نه‌لري او یا یې قانوني موده پوره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.