پلخمری (پژواک، ١٨ وری ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن غرمه مهال د نهرین ولسوالۍ اړوند شیخجلال په نوم سیمه کې یو سراچه موټر چپه شوی دی.
سرچينې لیکلي چې په دغه پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان دي.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې درې ورځې مخکې هم په همدغه سیمه کې د یو سراچه موټر چپه کېدو له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP