کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ازبېکستان له سفیر سره د روغتیا برخه کې د همکاریو پراخولو او له دغه هېواده افغانستان ته د درملو او پرمختللو طبي تجهیزاتو واردولو په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرباڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په کابل کې د ازبېکستان له سفیر اویبیک عثمانوف سره لیدلي دي.
دغه وزارت ویلي: «دې لیدنه کې له ازبېکستانه افغانستان ته د درملو او پرمختللو طبي تجهیزاتو واردولو، د روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ او د افغانستان د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې شوې دي.»
جلالي له ازبېکستان سره د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې اړیکي مهمې بللې او ویلي یې دي: «د هېواد د صحي برخې د پیاوړتیا لپاره، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، باکیفیته درملو او پرمختللو طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، له ښو دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو سره کولای شو دې برخه کې پرمختک وکړو او ناروغانو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړو.»
د هغه په خبره، کوم درمل چې له ازبېکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردیږي، باید د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له ادارې سره ثبت شي.
بلخوا، ازبېکستاني پلاوي د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو ستاینه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، هغوی د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د باکیفیته درملو صادرولو په اړه د هرې اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP