کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): پاکستاني پولیسو اسلاماباد ته په نږدې سیمه «مري» کې له خلکو غوښتي چې افغان کډوالو سره په هیڅ ډول معامله کې ځانونه ښکېل نهکړي او کورونه، دوکانونه او یا هوټلونه دې په کرایه نه ورکوي.
پاکستانی رسنۍ ARY NEWS نن په یوه راپور کې ویلي، پاکستاني پولیسو په مري کې غیرقانوني افغان کډوالو ته د ملکیتونو کرایه ورکول منع کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د مري پولیسو خلکو ته خبر ورکړی چې له افغان کډوالو سره په هیڅ ډول معامله کې ښکیل نهشي او هغوی ته دې کورونه، دوکانونه یا هوټلونه په کرایه نه ورکوي.
پولیسو ویلي چې له مري څخه به هم ډېر ژر د افغان کډوالو ایستل پیل شي.
په راپور کې راغلي: «خلک باید د افغان کډوالو سره په هیڅ ډول سوداګرۍ یا راکړه ورکړه کې ښکیل نه شي، مګر په مري کې د هر ډول غیرقانوني افغان کډوالو په اړه سمدلاسه پولیسو ته خبر ورکړي.»
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ټولو بېاسنادو کډوالو ته د مارچ وروستۍ نېټه ضربالاجل ورکړی و څو له دغه هېواده ووځي که نه په زور به وایستل شي چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې يې د کډوالو په زور ایستلو او نيولو لړۍ پيل کړې ده.
د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو دويمې څپې له پيلېدو وروسته سلګونه کورنۍ د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستنې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP