Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیا د احمدخېلو او ډنډپټان ولسوالیو خلک: حکومت دې لومړنۍ اسانتیاوې راته برابرې کړي

ګردېز (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د پکتیا د احمدخېلو او ډنډپټان ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د ژوند ډېرو لومړنیو اسانتیاوو ته سم لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د پکتیا د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن‌خېلو درې یوه اوسېدونکي متعد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې دره کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ اوسېږي خو یوازې یو کوچنی کلينیک لري چې د شپې له خوا په کې ښځينه ډاکټرانې نه وي او تړلی وي.

هغه زیاته کړه، د شپې له خوا که کومه ښځه ناروغه شي، اړ کېږي چې شاوخوا دوه ساعته د موټر مزل وکړي او خپل ناروغ د څمکنيو ولسوالۍ شهرنو بازار يا هم مرکز ګردېز ورسوي.

هغه زیاتوي، د سیمې د اوسېدونکو شمېر ته په پام دې داسې روغتون ورته جوړ شي څو ټولو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړای شي.

د حسن‌خېلو درې يو بل اوسېدونکی غزني‌ګل بیا وایي، د دې سیمې خلک پاکو اوبو ته لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي او د څښاک لپاره تر ډېره د ویالو له اوبو استفاده کوي چې له امله یې ډېر کسان پر ناروغیو اخته کېږي.

د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي اختر زمان هم ورته څرګندونې وکړې ويې ويل چې له يادې درې د ولسوالۍ تر بازاره غځېدلی ۱۳ کيلومتره سړک کنډ کپر دی، دغه راز د دې سیمې د يوازېنۍ لېسې د ودانۍ جوړولو چارې هم نیمګړې پاتې دي.

د ډنډپټان ولسوالۍ د قيمتي سيمې يو اوسېدونکی دولت خان بیا وایي چې په سيمه کې يې يو کوچنی کلينیک دی خو د شپې له مخې تړلی وي.

هغه زیاته کړه: «د شپې کلينیک نه وي؛ ځکه تعمير نشته، خلکو ته ډېر تکليف دی، دلته لابراتوار او نور معاينات نه کېږي، د ولسوالۍ بازار کې هم داسې منظم روغتون نشته نو ناروغان شهرنو روغتون ته وړو.»

د يادې درې يوه بل اوسېدونکي قاسم جان هم وويل چې قيمتي دره کې شاوخوا ۲۴۰۰ کورنۍ اوسېږي چې ډېرې يې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغه دغه راز وويل چې د يادې درې په ډېرو سيمو کې مخابراتي شبکې هم کار نه کوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د احمدخېلو ولسوالۍ مرستيال عبدالمعين سباوون وويل: «په دې سيمه کې نږدې ۱۵۰۰ کورنۍ دي، دا رښتيا خبره ده چې پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري خو روان ۱۴۰۴ کال کې يو ۳۰ بستريز روغتون منظور شوی چې دا ستونزه به يې حل شي.»

هغه وايي چې د دې سیمې نورې ستونزې یې هم له چارواکو سره شریکې کړې دي.

د ډنډپټان د ولسوال مرستيال مولوي ضیاالدین عاصم هم وويل: «د قيمتي سيمې د اوبو، کلينیک او ښوونځي د ستونزو په تړاو سروې شوې ده، ان‌شاالله د سرحدي ولسواليو لپاره ځانګړې شوې بودجه کې به يې ستونزې حل شي.»

د یادونې ده، د پکتیا په ځینو نورو سیمو او په ټوله کې د هېواد په کچه په لرو پرتو سیمو کې خلک لومړنیو اسانتیاوو ته تر ډېره سم لاسرسی نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.