Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراقچي: د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې د ارزښت وړ دي

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان و ایران ترمنځ اړیکې د ارزښت وړ بللې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوي هوکړه‌لیکونه، په ځانګړي توګه له ایران څخه د افغان کډوالو د تدریجي راستنېدو برخه کې هوکړه‌لیک باید وڅارل شي.

کابل کې د ایران سفارت پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په افغانستان کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ایران د وروستیو اړیکو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، عراقچي ویلي چې د دواړو «مسلمان او ګاونډي» هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې د ارزښت وړ دي.

عراقچي د ایران په جوړونې کې د افغان کډوالو د مشارکت او له ایران څخه خپل هېواد ته د هغوی د تدریجي بیاګرځېدلو د اسانتیا په موخه د همکارۍ لپاره د ترسره شوي هوکړه‌لیکونو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه‌لیکونو د جدي څارنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، اوس‌مهال ایران کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ځینې یې د کډوالۍ اسناد نه‌لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.