Language

هلمند کې یوې ژورې څاه ته لوېدلې څلور کلنه نجلۍ ژغورل شوې

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د دفاع وزارت د ژغورنې ټیم هلمند ولایت کې هغه څلور کلنه نجلۍ چې یوې ۷۰ متره څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده.

یاد وزارت دغه مطلب نن پر خپله  اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي: «تېره ورځ د دفاع وزارت د ژغورنې ټیم یوه څلور کلنه نجلۍ د هلمند مارجې ولسوالۍ چې یوې ۷۰ متره څاه کې غورځېدلې وه، ژغورلې ده.»

د سرچینې په خبره، اوس‌مهال د دې ماشومې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

Related Topics