کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ویلي، هېواد یې اوس په مستقیمه توګه له ایران سره د خبرو اترو په حال کې دی خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دواړه هېوادونه به راتلونکې اونۍ د لوړپوړو چارواکو په کچه د غیرمستقیم خبرو اترو لپاره عمان کې وګوري.
د بيبيسي راپور له مخې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا له ایران سره د مستقیم خبرو اترو په حال کې ده او راتلونکې شنبې به «ډېره لویه ناسته» ولري.
هغه وايي، ایران «باید هستهیي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي» او ګواښ کوي چې که خبرې اترې په سمه توګه پر مخ لاړې نشي، ایران به له «ستونزې» سره مخ شي.
خو ایرنا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له قوله راپور ورکړی چې ایران او متحده ایالات به راتلونکې شنبه د لوړپوړو چارواکو په کچه د غیرمستقیم خبرو اترو لپاره عمان کې وګوري.
هغه ویلي: «دا یو فرصت او دغه راز یوه ازموینه ده، توپ د امریکا په ځمکه کې دی.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP