کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبېکستان ته ولاړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې یاد پلاوی به د ازبېکستان هېواد له چارواکو سره د سیمهییزو همکاریو او د کرنې برخه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
سرچینې لیکلي، د دغه سفر موخه د اقلیمي بدلونونو او د آمو سیند د حوزې د اوبو پر سرچینو د هغو د اغېزو په اړه خبرې اترې او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، خوراکي خوندیتوب، د ظرفیت لوړولو او نورو اړوندو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول دي.
خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې چې د افغانستان پلاوی د دغه سفر په ترڅ کې د ازبېکستان د کرنې او د اوبو او انرژۍ وزارتونو له چارواکو سره وګوري او د ګډو همکاریو، تخنیکي تجربو تبادلې او د راتلونکو ګډو پروژو په اړه خبرې وکړي.
یاد وزارت لیکلي، دغه سفر د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP