کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): امریکا او ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر خبرې «مثبتې او رغنده» بللې او سپینه ماڼۍ وایي، ټاکل شوې چې دواړه خواوې به راتلونکې اونۍ بیا سره وویني.
د ايران اټومي پروګرام پر سر د دغه هېواد او امريکا ترمنځ خبرې د عمان په پلازمېنه مسقط کې وشوې.
د بيبيسي راپور له مخې، د امریکا سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټيف وېټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ د ايران د اټومي پروګرام پر سر د شنبې ورځې خبرې اترې «ډېرې مثبتې او رغنده» بللې دي.
د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي، ځانګړي استازي وېټکاف ډاکټرعراقچي ته ويلي چې ولسمشر ټرمپ ورته دنده سپارلې چې د امکان تر حده د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
په بیان کې راغلي: «دا مسلې خورا پېچلې دي او د امریکا د ځانګړي استازي له خوا مستقيمې خبرې د دوه اړخیزو ګټورو پایلو ترلاسه کولو پر لور یو ګام و.»
د ايران د بهرنيو چارو وزيرعباس عراقچي چې د ايراني پلاوي مشري کوي، هم دغه خبرې مثبتې بللې دي.
نوموړي ویلي: «زما په نظر د لومړۍ غونډې په توګه دا یوه رغنده غونډه وه چې په ډېره سولهییزه او له درناوۍ ډک چاپېریال کې ترسره شوه، هېڅ نامناسبه ژبه ونه کارول شوې.»
د ايران بهرنيو چارو وزير ویلي، تهران يوه عادلانه هوکړه غواړي.
سپینې ماڼۍ دا هم ويلي چې دواړه خواوې به راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ د اپریل په ۱۹مه بیا سره وویني.
ټرمپ خبرداری ورکړی، که کوم تړون ته رسېدنه ونه شي، امريکا به پوځي زور کاروي او ايران بيا په وار وار ويلي، تر فشار لاندې به خبرې ونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP