Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او قزاقي چارواکو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا او معياري کولو خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): افغان او قزاقي چارواکو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا او معياري کولو، پر دې پټلۍ د سوداګريزو انتقالاتو او د افغانستان له لارې د قزاقي سوداګریزو توکو د ترانزیټ د کچو لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده او تخنيکي ټيم په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژيکو څېړنو انسټيټيوټ له ریيس یرکین توکوموف او مل پلاوي سره لیدلي.

سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې د افغانستان له طريقه د اوسپنې پټلۍ له لارې د مرکزي اسيا هېوادونه د سوېلي اسيا له هېوادونو سره پر نښلولو، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پر پراخولو او معياري کولو، د اوسپنې پټلۍ د سوداګريزو انتقالاتو د حجم او ظرفيت زياتولو، د افغانستان له لارې د قزاقستان د تجارتي توکو د کچې لوړولو، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د تخنيکي کارکوونکو ارتقاء ظرفيت او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په تړاو بحثونه ترسره شول.

د سرچینې په حواله، ياد پلاوي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د قزاقستان د رېل پتلۍ اړوند تخنيکي ټيمونه د یاد مواردو پوره کولو لپاره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له تخنيکي ټيمونو سره په ګډه د اوسپنې پټلۍ برخه کې تخنيکي بحثونه ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.