جلالاباد (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې لپاره چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان له زدهکړو پاتې نه شي، یوه ځانګړې کمېټه یې ګومارلې څو ښوونځیو کې د شاملولو لپاره دغه ماشومان ثبت کړي او لارښوونه ورته وکړي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ د راپورونو له مخې، له هغه راهیسې شاوخوا ۴۰ زره افغانان په زور را ایستل شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رييس محمدشریف حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی هڅه کوي د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره کړي او په دې برخه کې ژمن دي.
هغه زیاته کړه، په تورخم کې يې د يوې خیريه موسسې په رضاکارانه فعالیت او د پوهنې رياست د مسلکي ټيم له لوري د راستنېدونکو کډوالو د ماشومانو د ثبت او هغوی ته د لارښوونې لپاره ځانګړې کمېته جوړه کړې ده.
دی وايي: «دلته موږ يو ټيم راوستی دی چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان ثبت کړي، دوی ګوري چې کوم د ننګرهار دي او يا دلته ننګرهار کې پاتې کېږي، هغوی ته په هماغه ولسوالۍ يا ښار کې د زدهکړو زمينه برابره کړي، موخه دا ده چې زموږ ورونه بې تعلیمه پاتې نه شي.»
د ننګرهار د پوهنې رياست د څارنې او ارزونې عمومي مدیر دلاور مومند هم وایي، دوی په تېرو شاوخوا اتو ورځو کې له دوه زره ډېر زدهکوونکي ثبت کړي چې ټولو په پاکستان کې په بېلابېلو ښوونځيو کې زدهکړې کولې.
دی وايي، په یادو زدهکوونکو کې نجونې او د بېلابېلو عمرونو او ټولګيو زدهکوونکي شامل دي چې ټولو ته به د زدهکړو زمینه برابره شي.
مومند زیاتوي: «موږ د کډوالو زدهکوونکو لپاره يو طرزالعمل لرو چې هغه يوه اوږده پروسه ده؛ دوی به د کډوالو له ریاسته مکتوب راوړي چې ثابت کړي راستانه شوي کډوال دي، بیا به پوهنې رياست ته راځي، بیا به مکتب ته ورځي، نو اوس موږ دا کار اسانه کړی، موږ يې ټول معلومات دلته ثبتوو، د کډوالو ریاست له استازو همدلته تاییدي اخلو، زدهکوونکي او کورنۍ يې له کړاوه خلاصېږي، پوهنې ریاست ته راځي، دلته موږ ترې د تثبیت صنف امتحان اخلو او وروسته ښوونځي ته ورمعرفي کېږي.»
د پوهنې رياست وايي چې په دې برخه کې ورسره د افغانستان د بیارغونې او ښځو لپاره تعلیمي اداره په رضاکارانه ډول مرسته کوي او په تورخم کې يې يوه ډله کارکوونکي همدا پروسه مخې ته وړي.
د دې موسسې مسوولین وايي چې دغه کار له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې، زدهکړو ته د خلکو هڅونې او ملي مسوولیت له مخې کوي.
د دې ادارې يو ځايي مسوول کامران مومند وايي، دوی د تورخم په عمري کمپ کې د مرستې مېز (HELP DESK) په نوم يوه خېمه فعاله کړې چې راتلونکي کډوال ثبت کړي او هغوی ته لارښوونه وکړي چې څنګه کولای شي بېرته ښوونځیو کې شامل شي.
سيدولي چې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او تازه له پاکستانه راستون شوی وایي، د اولادونو د زدهکړو برخې ته يې ډېره اندېښنه وه خو اوس ډاډه شو چې اولادونه يې له زدهکړو نه پاتې کېږي.
اکرامالله چې په پاکستان کې يې تر اتم ټولګي زدهکړې کړې وايي، دا لارښوونې او نوملیکنه ورته زمینه برابروي چې خپل ښوونځی بېرته ژر پيل کړي او په زدهکړو کې يې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP