کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): افغان او پاکستاني چارواکو د ترانزیټي اسانتیاوو، د توکو د قاچاق د مخنیوي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلامخان بندر له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د بندرونو د تنظیم په موخه د یوه میکانیزم چمتو کولو په اړه خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت له وزیر جام کمال خان سره پر دوه اړخیزه ناسته کې لیدلي دي.
د سوداګرۍ او صنعت وزیر تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ورورګلوۍ او دوستۍ او متقابلو ګټو د ټینګار ترڅنګ د تاریخي اړیکو او اوږدمهاله سوداګرۍ، د اپټا هوکړهلیک د تمدید، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلامخان بندر له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، د دواړو هېوادونو له خاورې د باروړونکو موټرو د تګ راتګ، د ګرنټي بانک او د بندرونو د تنظیم په موخه د یوه جامع میکانیزم چمتو کولو په اړه خبرې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پّ دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د پاکستان له خوا د ګډې کمېټې جوړولو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د دې کمېټې د دوامدارې ناستې د ترسره کېدو وړاندیزونه وشول او د کډوالو په اړه هم خبرې وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP