لښکرګاه (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره ماښام د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د کوشتې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو فیلډر موټر د بغرا ویالې ته ولوېد.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
راشد وویل چې د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP