Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره یوه میاشت کې له افغانستانه د څه باندې سل میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د افغانستان د وارداتو کچه ۱۰۰۳،۱ میلیون او د صادراتو بیا ۱۰۰،۱ میلیون ډالر وه.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ادارې د افغانستان په کچه د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د کب مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، د دغو ارقامو له مخې، په ياده مياشت کې د افغانستان په کچه د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۰۳،۱ میلیون او د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۰٫۱ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د یاد کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۱۰۷۶٫۲ میلیون ډالرو ته رسېده خو د دغه کال په کب مياشت کې د ۷۳٫۱ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی په ‌کې راغلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د همدغه کال په سلواغې مياشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۲ میلیون ډالرو ته رسېده خو د دغه کال په کب میاشت کې ۴۴٫۱ ميليون ډالر کموالی په کې راغلی دی.

خو سرچینې د وارداتو او صادراتو زیاتېدو او کمېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي، ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، چین او پاکستانه ترسره شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.