Language

د پاکستان له زندانونو ۱۷۵ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر درېیو ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولېږل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وري میاشتې په ۲۸ او ۲۹مه هم ۱۳۰ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.