منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:56 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

د پاکستان له زندانونو ۱۷۵ نور افغانان ازاد شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانون ازاد او هېواد ته راستانه شول.

· 1 دقیقه لوستل · 319 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر درېیو ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولېږل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وري میاشتې په ۲۸ او ۲۹مه هم ۱۳۰ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.