کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د بلوچستان د صنایع او سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې دغه ایالت کې پر کرنې، کانونو او صنعتي سکتورونو سخته اغېزه کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي څو هغه افغانان چې په دغه برخه کې فعالیت کوي، د کار جواز دې ورکړل شي.
ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې د بلوچستان د صنایع او سوداګرۍ خونې د پاکستان له حکومته غوښتي چې کرنې، کانونو او نورو سکتورونو کې ماهرو افغان کډوالو کارګرو ته دې د کار جوازونه ورکړل شي.
په دغه راپور کې د بلوچستان د صنایع او سوداګرۍ خونې د مرستیال اختر کاکړ له قوله لیکل شوي، که چېرې یاده ستونزه په چټکۍ سره حل نهشي نو د ماهرو کارګرانو د اوسني کمښت کچه به څو برابره ډېره شي.
هغه د کروندګرو، صنعتکارانو او د بلوچستان د کانونو له خاوندانو سره په کتنه کې ویلي چې له پخوا راهیسې یې د نورو سیمو کارګرانو ته اړتیا درلوده.
نوموړي زیاته کړې، د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې په بلوچستان کې د کرنې، کانونو او صنعتي سکتورونو باندې سخته اغېزه کړې؛ ځکه د کاري ځواک یوه مهمه برخه له افغانستان راغلې وه.
کاکړ ویلي: «د خرابو امنیتي شرایطو له امله، د ځینو نورو ایالتونو ماهر کارګران بلوچستان ته د راتلو لپاره لېواله نه وو، نو په پایله کې ځایي بزګران، صنعتکاران او د کانونو مالکین اړ شوي چې په افغان کارګرانو تکیه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته رسېدلی او هر ورځ په سلګونو افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستنېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP