فیضآباد (پژواک، ۵ ثور ۱۴۰۴): د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تشکان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون ماښام (پنجشنبه) د تشکان ولسوالۍ په «ده استایان» سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: «یو پیکپ موټر له سړکه وتلی او یوې کندې ته لوېدلی دی چې د موټر چلوونکي او یو بل کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.»
هغه وويل چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه د سیمې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
کامګار زیاتوي چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
په ورته مهال، د پیښې یوه عیني شاهد سید واجدالدین سادات وویل چې دې پیښه کې موټرچلوونکی او یوه ښځه مړه او یو سپینږیری او یو ۱۳ کلن ماشوم ټپیان شوي دي.