Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې ترافیکي پېښې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

فیض‌آباد (پژواک، ۵ ثور ۱۴۰۴): د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تشکان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون ماښام (پنجشنبه) د تشکان ولسوالۍ په «ده استایان» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «یو پیکپ موټر له سړکه وتلی او یوې کندې ته لوېدلی دی چې د موټر چلوونکي او یو بل کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.»

هغه وويل چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه د سیمې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

کامګار زیاتوي چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

په ورته مهال، د پیښې یوه عیني شاهد سید واجدالدین سادات وویل چې دې پیښه کې موټرچلوونکی او یوه ښځه مړه او یو سپین‌ږیری او یو ۱۳ کلن ماشوم ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.