کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي چې دوی به افغانستان ته د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا یادې څرګندونې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده سره په لیدنه کې کړې دي.
هغې ویلي چې دوی به افغانستان ته د راستانه شوو افغان کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او داسې نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي او د مرستو د دوام خبره یې وکړه.
د خبرپاڼې په حواله، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې وویل: «موږ د یوناما دفتر د دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو چې په سختو حالاتو کې یې خپلې مرستې رسولي او جاري ساتلې دي او موږ به ډېر ژر د بېرته راستنو شوو کډوالو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو رسولو شبکو د جوړولو کارونه پیل کړو.»
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست د یوناما له مشرې غوښتي چې د بشري مرستو ترڅنګ بنسټیزو او عامالمنفعه پروژو ته هم پاملرنه وکړي.
ده ویلي چې ملګري ملتونه باید خپل کارونه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي څو هم مسوولیت په ښه شکل ادا شوی وي او هم ټولو خلکو ته د متوازن انکشاف له مخې کار وشي.
یاد وزارت لیکلي چې دواړو خواوو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP