مزارشریف (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې افغانستان ته د بلخ ولایت حیرتان بندر له لارې لس زره کانټینره سوداګریز توکي راغلي دي.
نن د بلخ په حیرتان بندر کې د China-Afghan Express چین، قرغزستان، ازبکستان او افغانستان ګډ اقتصادي دهلېز له لارې د لسزرم کانټینر رارسېدو په مناسبت مراسم جوړ شوي وو.
په دغو مراسمو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، په افغانستان کې د چین سفیر، د ازبکستان د سودیا ټرانس شرکت رییس، د بلخ ځایي مسوولینو او یو شمېر سوداګرو ګډون کړی و.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمداسحق صاحبزاده وویل، اسلامي امارت هڅه کوي څو سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو افغانستان اقتصادي خپلواکي او ځان بسیاینې ته ورسوي.
هغه زیاته کړه، تېر کال د چین، قرغیزستان، اوزبېکستان او افغانستان د ګډ اقتصادي دهلېز له لارې ۱۰ زره شلفوټه کانټینر حیرتان بندر ته رارسېدلي چې د نورو لارو په پرتله خوندي، ارزان او چټک راغلي دي.
صاحبزاده دغه راز وویل، له چین څخه افغانستان ته د وارداتو کچه ډېره شوې خو د دغه هېواد له استازي یې وغوښتل څو له افغانستانه چین ته د صادراتو برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
صاحبزاده په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانستان د سیمې او نړۍ د ترانزیټ مرکز او لاره ده، له همدې امله هېوادونه اړ دي څو له افغاستان سره ښې اړیکې وساتي او هم یې پر رسمیت وپېژني.
ورته مهال، په افغانستان کې د چین هېواد سفیر ژاوو شینګ وویل، هېواد یې له افغانستان سره اوږده تاریخي ریښه لري او تل یې د افغانستان د بیارغونې ملاتړ کړی او په دغه هېواد کې د نوي حکومت له جوړېدو راهیسې د دواړو هېوادونو سیاسي باور هم پیاوړی شوی دی.
د ژاوو په خبره، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ ارزښت ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي چې د ۲۰۲۳ کال په نسبت پهکې ۱۹ سلنه ډېروالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه چې هېواد یې د افغانستان د اقتصاي پرمختګ په موخه د ۲۰۲۴ کال په پای کې د دغه هېواد پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفې معاف کړې خو برعکس امریکا د چین، افغانستان او نورو سوداګریزو شریکانو پر وړاندې یو اړخیز اقدامات ترسره کړي دي.
دغه راز، د اوزبېکستان د سودایا ټرانس شرکت مشر سردار اوزبېک وویل، دغه شرکت له ۲۰۱۱ زېږدیز کال راهیسې حیرتان بندر ته د رېلپټلۍ له لارې ۳۷ میلیونه ټنه سوداګریز توکي لېږدولي او تل ژمن دی څو د سوداګرو توکي په خوندي او ارزانه توګه ولېږدوي.
ورته مهال، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي وویل: «له چین څخه د لس زره کانټینرونو راتګ یوازې یو شمېر نه دی، بلکې د دواړو هېوادونو د نېکو نیتونو او دایمي سیاسي ثبات څرګنده نښه ده.
بلخوا، د بلخ ولایت مرستیال نورالهادي ابوادریس سوداګرو ته د امنیت او ملاتړ ډاډ ورکړ او له بهرمېشتو افغان سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد دننه پانګونه وکړي.
د یادونې ده، د چین، قرغیزستان، اوزبېکستان او افغانستان ګډ اقتصادي دهلېز د ۲۰۲۳ میلادي کال په جولای میاشت کې پرانیستل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP