چاریکار (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): پروان کې په نورو برخو کې د کار نشتوالي له امله حرفوي او فني زدهکړو ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او په هغوی کې داسې کسان هم شامل دي چې لوړې زدهکړې لري.
د پروان د کار او ټولنیزو چارو رییس وايي، دا مهال د فني او حرفوي زدهکړو مرکز کې ۳۶۰ کسان په زدهکړو بوخت دي او د دغه مرکز د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، له وري میاشتې تر اوسه ۱۵۳۱ ځوانانو ته د کار جوازونه ورکړل شوي او ټاکل شوې په راتلونکو نږدې ورځو کې ۵۰۰ نورو ځوانانو ته هم د موسسو له لارې د کار زمینه برابره شي.
ځیني ځوانان د کارموندنې برخه کې د واسطې او اړیکو درلودو د اړتیا ادعا کوي، خو د پروان د کار او ټولنیزو چارو رییس دغه ادعا ردوي. کارپوهان په پوهنتونونو کې د زدهکړو او د کار بازار ترمنځ د توازن پر رامنځته کولو او د بازار پر اساس د زدهکړو پر پراختیا ټینګار کوي څو د بېکارۍ کچه ټیټه او د ځوانانو وړتیاوې پیاوړې شي.
د فني او حرفوي زدهکړو مرکز ته د ځوانانو د مراجعې ډېرېدل
د پروان سیمهییز مسوولین وايي چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په شپږ میاشتني پروګرام کې د ځوانانو ګډون د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.
د پروان د فني او حرفوي زدهکړو د مرکز رییس محمدرضا ساحل وايي چې په ۱۴۰۲ کال کې دغه مرکز ته ۵۰۰ کسانو د زدهکړو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو چې له دې ډلې ۳۶۰ کسان جذب شوي وو.
هغه زیاته کړه: «زه ډاډه یم چې که سږ کال اعلان ورکړو، له ۸۰۰ ډېر کسان به مراجعه وکړي.» خو امکاناتو ته په کتو، له ۳۶۰ کسانو زیات نه جذبېږي.»
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، دغه مرکز د مختلفو مهارتونو لکه د کمپیوټر او موبایلونو د ترمیم او نجارۍ زده کولو برخو کې روزنه ورکوي.
خو ساحل ټینګار وکړ چې د دغه مرکز د پراختیا لپاره یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته وړاندیز کړی څو د برېښنایي وسایلو د ترمیم او رنګمالۍ برخو کې هم روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د دغه مرکز له فني او حرفوي زدهکړو فارغ کسان تر ۴۰ سلنې پر ځان بسیاینې ته رسېدلي او حرفې یې زدهکړې دي.
د بېکاره ځوانانو غږ؛ د پوهنتون له ارمانونو تر تخنیکي کارونو
یو شمېر ځوانان چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکز کې زدهکړې کوي، د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د دندې پیدا کولو لپاره یې تخنیکي زدهکړو ته مخه کړې ده.
۲۵ کلن سید فریدن سادات چې د یاد ولایت د مرکز چاریکار ښار اوسېدونکی دی وايي، په ۱۳۹۸ کال کې د تخار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی دی.
هغه وویل، له څو کلونو وزګارۍ وروسته یې د فني او حرفوي زدهکړو مرکز ته مراجعه کړې او د کمپیوټر په زدهکړه بوخت دی څو له دې لارې ځان ته د عاید زمینه برابره کړي.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د کار پیدا کولو لپاره یې په څو ادارو کې ازموینه ورکړې، ادعا یې وکړه چې د «پېژندګلوۍ او واسطې نه شتون» له امله نه دی منل شوی.
۲۴ کلن محمدنصرت اسلمي چې د پروان د مرکز د بالاغیل د ګذر کلي اوسېدونکی دی وايي، په ۱۴۰۲ کال کې په پروان کې د دانش خصوصي پوهنتون د معالجوي طب له څانګې فارغ شوی خو د کار نشتوالي له امله یې د فني او حرفوي زدهکړو مرکز ته مراجعه کړې ده.
اسلمي زیاتوي، حکومت ترې د ایګزیټ ازموینه (هغه ازموینه چې د طب له تحصیلي دورې وروسته اخیستل کېږي) نه ده اخیستې او دا چې د فراغت اسناد نه لري، په هيڅ اداره کې نه منل کېږي.
هغه وايي، پنځه میاشتې کېږي چې د موبایل د ترمیم برخه کې زدهکړې کوي. هغه خوښي څرګندوي چې اوس موبایل ترمیمولای شي او هيلهمن دی چې پر خپلو پښو به ودرېږي.
۲۶ کلن رحمتالله طوفان چې د چاریکار ښار اوسېدونکی دی وویل، په ۱۳۹۸ کال کې د پروان پوهنتو د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی او د وزګارۍ له امله یې حرفوي زدهکړو ته مخه کړې او د کمپيوټر برخه یې ټاکلې ده.
هغه وايي، د کارموندلو لپاره یې څو داخلي او بهرنیو موسسو او دولتي بنسټونو ته مراجعه کړې خو وایي چې د کار پیدا کولو لپاره باید «پېژندګلوي او واسطه» ولرې.
هغه هم خوښ دی چې د حرفوي زدهکړو زمینه ورته برابره شوې ده.
د چاریکار ښار بل اوسېدونکي مسیحالله وویل چې په ۱۴۰۲ کال کې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او اوس په یاد مرکز کې د موبایل د ترمیم فني او حرفوي زدهکړه کوي.
هغه وايي: «درې میاشتې کېږي چې د موبایل د ترمیم برخه کې زدهکړې کوم، خوښ یم چې د موبایل ترمیم زده کوم، غواړم چې لا ډېر پرمختګ وکړم، کله چې له دغه ځایه فارغ شوم، د موبایل د ترمیم یو دوکان جوړولای شم.»
هغه له مسوولینو وغوښتل چې حرفوي او فني زدهکړې لا پراخې کړي.
پروان کې د کاري زمینو برابرولو لپاره هڅې او د واسطو د ادعاوو ردول
د پروان د کار او ټولنیزو چارو رییس قدرتالله ذاکر هغه ادعاوې چې ګواکې د کارموندلو لپاره په ادارو کې پېژندګلوي او واسطې ته اړتیا ده، په کلکه رد کړې او ویې ویل چې «دا یو پروپاګند دی.»
د ذاکر په خبره، د بېکارۍ ستونزه یوازې د افغانستان ستونزه نه ده او تر پروانه هم نه رامحدودیږي، بلکې په نورو هېوادونو کې هم بېوزلي او بېکاري شته.
هغه د شمېرو له ورکولو پرته زیاته کړه: «تېر حکومت کې ډېر ځوانان په اردو او پولیسو کې وو، یو شمېر یې ښایي بېکاره شوي وي، خو په تېر یوه کال کې د بېکارۍ کچه راټیټه شوې خو ډېره شوې نه ده.»
هغه د بېکارۍ کمېدو او کار ته د ځوانانو جذبېدو برخه کې د هڅو خبره کوي او وایي: «له وري میاشتې تر اوسه ۱۵۳۱ ځوانانو ته زموږ د ادارې له خوا د کار جوازونه ورکړل شوي او زموږ ځوانان دندو ته ولاړل.»
هغه وویل چې څه باندې سل ځوانان د نلداونۍ او خیاطۍ برخو کې له زدهکړو وروسته په کار کې شامل شوي دي.
هغه وایي: «کوم ځوانان چې زموږ له حرفوي برخو فارغېږي، دوی ته اسناد ورکوو چې هر ځای وکولای شي کار وکړي، هر هېواد ته که ولاړ شي، زموږ دغه اسناد د منلو وړ دي.»
د پروان د کار او ټولنیزو چارو رییس زیاته کړه چې دغه ریاست د داخلي او بهرنیو موسسو له لارې د دغه ولایت یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هغه ځوانانو ته د کارموندنې د هڅو خبره کوي او د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي، ښایي په نږدې ورځو کې په پروان کې د موسسو له لارې ۵۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
پایله: د بېکارۍ کمولو او د ځوانانو وړتیا لوړولو لپاره پر بازارمحوره زدهکړو ټينګار
د چارو یو کارپوه محمد مقتسط صدیقي وایي چې په پروان کې د حرفوي زدهکړو مرکزونو ته ډېره مراجعه، په ځانګړي ډول د پوهنتونونو فارغینو له خوا د ځوانانو ترمنځ د کار پیدا کولو او ځان بسیاینې لپاره د عملي مهارتونو موندلو په چلند کې بدلون په ګوته کوي. دا لړۍ د پوهنتون د زدهکړو او د هېواد د کار بازار ترمنځ د همغږۍ نشتوالی هم ښیي.
د هغه په خبره، له اقتصادي پلوه د حرفوي او مهارتونو زدهکړو پر مرکزونو پانګونه کولای شي د بېکارۍ کمېدو او د سیمهییز اقتصاد د ودې لپاره یو منځمهاله اغېزناک حل وي، خو د دغو پروګرامونو د لا اغېزناک کېدو لپاره اړتیا ده څو د روزنیزو مرکزونو ظرفیت لوړ شي، د زدهکړو کیفیت یې تضمین شي، د زدهکړو او د کار بازار ترمنځ مستقیمه اړیکه رامنځته شي.
صدیقي وویل چې دغه موارد د حکومت، داخلي او بهرنيو بنسټونو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP