کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست د اېمسيسي چیني شرکت له استازو سره د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوجۍ او دغه راز د مصنوعي ځیرکتیا برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیبالله حیات حقاني د اېمسيسي چیني شرکت له عمومي رییس وانګ جي شینګ او مل پلاوي سره ولیدل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوجۍ او دغه راز د مصنوعي ځیرکتیا برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
حقاني ویلي، هڅه کوي په هېواد کې د ټکنالوجۍ برخه کې د سیمې او ګاونډیو له هېوادونو سره په همکارۍ خپل پرمختګ چټک کړي.
هغه زیاته کړې، په اوس وخت کې د نړۍ په هره برخه کې د ټکنالوجۍ د پرمختګ له مخې د مصنوعي ځیرکتیا وده چټکه شوې او د سالمې استفادې په صورت کې د چارو د اسانتیاوو لپاره ترې په لوړه کچه ګټه اخیستل کېږي.
ورته مهال، د اېمسيسي چیني شرکت رییس هم ویلي، دا چې اوس مهال یاد شرکت د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په عینک سیمه کې د نړۍ د سترې پروژې «مسو کان» قرارداد له ځان سره لري، هیله یې ښودلې چې په یاده سیمه کې د غوره مخابراتي خدماتو په موخه اسانتیاوې برابرې شي.
هغه زیاته کړې، د یاد کان د چارو د ښه مدیریت لپاره یې افغان کادرونه د ټکنالوجۍ برخه کې چین هېواد ته استولي چې د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې د زدهکړو له بشپړېدو سره به یې د کانکیندنې چارو مدیریت او پرمختګ هم چټک شي.
یاد وزارت لیکلي چې په پای کې چیني استازو ته د مس عینک سیمه کې د یاد شرکت د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP