Language

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

پارون (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د نورستان امنیه قوماندانۍ وایي چې د نورستان – کونړ پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه کې د دغه ولایت د ښاري محکمې د یوه قاضي په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌الرحمن حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نورستان – کونړ پر لویه لار قمر پوستې ته څېرمه په قرش پلان سیمه کې یو فیلډر موټر له سړکه وتلی او سیند ته لوېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د نورستان ښاري محکمې د مدني دېوان قاضي شیخ رحیم‌الله او دوو نورو ملګرو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه په خبره، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي د هغوی مړي له سینده راوباسي.