Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د افغانستان – اوزبېکستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه

مزارشریف (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه.

دغه ګډه سوداګریزه خونه نن د بلخ د سیمه‌ییزو مسوولینو او د لسګونه افغان او اوزبېک سوداګرو له لوري د مزارشریف ښار د مزار هوټل په نوم یوه سوداګریز مرکز کې پرانیستل شوه.

د دغه مرکز مسوول عصمت‌الله اسحق‌زي وویل: «دغه ګډه خونه د افغان سوداګرو سربېره اوزبېک سوداګرو ته هم د سوداګرۍ ودې او پراختیا او د دواړو هېوادونو د تولیداتو پېژندنې لپاره مناسب فرصت برابروي.»

هغه زیاته کړه چې دغه خونه به د افغانستان او اوزبېکستان د تولیداتي برخو تشه ډکه کړي.

په همدې حال کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي وویل، د دغې خونې د پرانیستې سره هم‌مهاله له ازبېکستان څخه د سوداګرو سل‌کسیزه ډله هم دغه ولایت ته راغلې ده.

هغه زیاته کړه، دغه سوداګر افغانستان کې د سوداګرۍ برخې فرصتونو د موندلو په موخه راغلي څو د اوزبېکستان او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو برخه کې اسانتیاوې رامنځته او د ستونزو د حل لپاره هم مناسبې لارې چارې وګوري.

دغه راز، د اوزبېکستان د صادروونکو سوداګرو رییس یارقین ملک‌اوف وویل، د دغې خونې له پرانیستې سره سم یو شمېر اوزبېک سوداګرو په دغه ګډه خونه کې د اوزبېکستاني تولیداتو د پېژندنې په موخه یو دایمي نندارتون هم جوړ کړی دی.

هغه وویل، په دغه نندارتون کې د اوزبېکستان د تولیداتو درې برخې (خوراکي توکي، درمل او الکټرونیکي وسایل) نندارې ته اېښودل شوي او که بازار ورته پیدا شي خپلې کارخونې به افغانستان کې هم پرانیزي.

هغه دغه راز د دواړو هېوادونو له حکومتونو وغوښتل څو سوداګرو ته بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

بلخوا، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازی سوداګرو او صنعتکارانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.

هغه وویل: «د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو حل، امنیت ساتنې او د حقونو دفاع لپاره ژمن دی او تل یې هڅه کړې چې په وخت یې ستونزو ته د حل لار ومومي.»

د یادونې چې له دې مخکې هم هرات ولایت کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ودې او پراختیا په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.