Language

ای‌او‌اېم: تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل د روان میلادي کال د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ اوس هره ورځ له دغه هېواده ډېر شمېر افغان کورنۍ په اجباري ډول را ایستل کېږي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د اپرېل له لومړۍ د مې تر ۱۲مې نېټې پورې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری په جبري ډول ایستل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه سازمان له څه باندې ۶۸ زره افغان کډوالو سره د سرپناه، خوړو، روغتیا او نورو برخو کې مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌اېم) د غویي په ۱۶مه د راستنو شوو افغانانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.