Language

د لوګر په مرکز پل‌علم کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پل‌علم (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۴): د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار د کډوالو ښارګوټي یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د لوګرد پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند د کډوالو ښارګوټي کې د «صلاح‌الدین ایوبي» په نوم یوه ښوونځي ته معیاري ودانۍ جوړه شوه.

هغه زیاته کړه، دغه ودانۍ چې په عصري او مجهز ډول جوړه شوې، ۱۶ درسي ټولګي، پنځه اداري خونې، د غونډو تالار، کمپیوټرلېب، لابراتوار، د لمریزې برېښنا او اوبو منظم سیسټمونه، د اوبو څاه، د لاس مینځلو ځانګړي ځایونه، کانکرېټي کثافت‌دانۍ، احاطوي دېوال، ورزشي میدانونه، شنې او تفریحي ساحې، د اوبو کانکرېټي او اوسپنیزې ذخیرې، پلې لارې، لس غرفه‌یي عصري تشنابونه، سپټیک څاه او نور اړین ملحقات لري.

د نوموړي په خبره، د صلاح‌الدین ایوبي لومړنی ښوونځی دوه کاله مخکې د لوګر د پوهنې ریاست له خوا تاسیس شوی او دا مهال په‌کې شاوخوا۷۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

عرب وویل، پوهنې ریاست هڅه کوي له پوهنې وزارت سره په همغږۍ د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ په روان کال کې د شاوخوا ۲۵ ښوونځيو ودانۍ بیاورغوي.

د کډوالو ښارګوټي یوه اوسېدونکي عبدالعزیز پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان(UNHCR)  له لوري ورته د ښوونځي معیاري ودانۍ جوړه شوه.

هغه زیاته کړه، مخکې له دې د کډوالو ښارګوټي د ښوونځي زده‌کوونکو په ازاده فضا کې په ډېرو ستونزو سره زده‌کړې کولې.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په لوګر ولایت کې له ۲۸۳ دولتي ښوونځیو څخه ۷۰ یې ودانۍ نه لري او شاوخوا ۱۰۰ ښوونځي بیارغاونې ته اړتیا لري.

Related Topics