پلعلم (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۴): د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار د کډوالو ښارګوټي یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د لوګرد پوهنې ریاست ویاند شاهپورعرب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند د کډوالو ښارګوټي کې د «صلاحالدین ایوبي» په نوم یوه ښوونځي ته معیاري ودانۍ جوړه شوه.
هغه زیاته کړه، دغه ودانۍ چې په عصري او مجهز ډول جوړه شوې، ۱۶ درسي ټولګي، پنځه اداري خونې، د غونډو تالار، کمپیوټرلېب، لابراتوار، د لمریزې برېښنا او اوبو منظم سیسټمونه، د اوبو څاه، د لاس مینځلو ځانګړي ځایونه، کانکرېټي کثافتدانۍ، احاطوي دېوال، ورزشي میدانونه، شنې او تفریحي ساحې، د اوبو کانکرېټي او اوسپنیزې ذخیرې، پلې لارې، لس غرفهیي عصري تشنابونه، سپټیک څاه او نور اړین ملحقات لري.
د نوموړي په خبره، د صلاحالدین ایوبي لومړنی ښوونځی دوه کاله مخکې د لوګر د پوهنې ریاست له خوا تاسیس شوی او دا مهال پهکې شاوخوا۷۰۰ زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي.
عرب وویل، پوهنې ریاست هڅه کوي له پوهنې وزارت سره په همغږۍ د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ په روان کال کې د شاوخوا ۲۵ ښوونځيو ودانۍ بیاورغوي.
د کډوالو ښارګوټي یوه اوسېدونکي عبدالعزیز پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان(UNHCR) له لوري ورته د ښوونځي معیاري ودانۍ جوړه شوه.
هغه زیاته کړه، مخکې له دې د کډوالو ښارګوټي د ښوونځي زدهکوونکو په ازاده فضا کې په ډېرو ستونزو سره زدهکړې کولې.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په لوګر ولایت کې له ۲۸۳ دولتي ښوونځیو څخه ۷۰ یې ودانۍ نه لري او شاوخوا ۱۰۰ ښوونځي بیارغاونې ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP