Language

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوی ايران ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته روان شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیاءاحمد تکل نن پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست د ايران د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.

سرچینې ویلي، یاد پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم شامل دی.

د تکل د معلوماتو له مخې، مولوي امیرخان متقي به د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون ترڅنګ له خپل ايراني سيال او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او پر دوو اړخيزو اړيکو به خبرې وکړي.