Language

خوست کې یو ځوان له پنځه کلن کورني بنده ازاد شو

خوست ښار (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): خوست کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې یو ځوان له پنځه کلن کورني بنده آزاد شوی دی.

د خوست ولایت مقام له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ځوان د اسماعیل‌خېلو ـ مندوزیو ولسوالۍ د دوري‌خېلو په کلي کې په یوه کور کې د دوه متره اوسپنیزې پنجرې په دننه کې ساتل کېده.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه ځوان له پنځو کلونو راهیسې د خپل پلار او وروڼو له لوري په یاد حالت کې ساتل شوی او له همدې امله په رواني ناروغیو اخته شوی دی.

د ولایت مقام په وینا، امنیتي ارګانونو دا مهال د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي څو روښانه شي چې ولې کورنۍ خپل یو غړی دومره اوږده موده په کورني زندان کې ساتلی دی.