کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل چیني سیال سره په لیدنه کې ویلي، هغو ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو صادراتو پر مهال ورسره افغان سوداګر مخ دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په بجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره کتلي.
یاد وزارت لیکلي، په دې ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
متقي هیله څرګند کړې چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.
نوموړي ویلي، هغو ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې افغان سوداګر د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر مهال ورسره مخ دي.
یاد وزارت لیکلي، مولوي امیرخان متقي د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په لړ کې د ترانسپورټي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ بلانس برابرولو برخو کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بینالحکومتي کمېسیونونه ګډ کار وکړي.
هغه دغه راز ویلي چې د افغانستان خاوره به هيڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.
خبرپاڼه کې راغلي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ژمنه وکړه چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.
هغه ویلي، هېواد به یې د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان په اقتصادي وده کې له هيڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP