کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له افغانستانه د وارداتو لپاره د الکټرونیکي فورم معافیت د روان کال د جون تر ۱۴مې نېټې پورې غځولی دی.
د وارداتو الکټرونیکي فورم (EHF) معافیت هغه پالیسې ده چې د وارداتو پر مهال د بانکي معاملو لپاره دغه فورم نه غوښتل کېږي، دا معافیت عموماً د ځانګړو شرایطو لاندې لکه د بشري مرستو اړتیا، د سوداګرۍ اسانتیا او یا هم د اقتصادي ستونزو کمولو لپاره ورکول کېږي.
د پاکستان سما ټلوېزیون پرون ناوخته په یوه راپور کې ویلي، د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له افغانستانه د وارداتو لپاره د الکټرونیکي فورم «EHF» معافیت موده د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۱۴مې پورې غځولې ده چې موخه یې له افغانستان سره د روانې سوداګرۍ اسانتیا ده.
سرچینې زیاته کړې، دغه پرېکړه دوه اړخیزې سوداګرۍ کې د ګډوډۍ د مخنیوي او ډاډ ترلاسه کولو لپاره شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي بانکي چینل نشتوالي په جریان کې متقابل اقتصادي فعالیت په منفي ډول اغیزمن نهشي.
په دغه راپور کې راغلي چې دغه معافیت به تر هغه وخته پورې دوام ولري څو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو «رسمي بانکي میکانیزم» رامنځته شي، تمه کېږي په اوږدمهال کې به سوداګري ساده کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP