Language

بقايي: د ایران او امریکا د غیرمستقیمو مذاکراتو پنځم پړاو سبا پیلېږي

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د ایران او امریکا د غیرمستقیمو مذاکراتو پنځم پړاو سبا (جمعه) پیلېږي.

د ایرنا اژانس راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د مذاکراتو دغه پړاو د ایتالیا پلازمینې روم ښار کې ترسره کېږي.

هغه ټینګار کړی چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي موخه دا ده چې د دغه هېواد د خلکو د حقونو او ګټو لپاره د «ظالمانه بندیزونو» لرې کولو په ګډون د سوله‌ییزې هسته‌يي انرژۍ څخه برخمنېدل دي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې او نوښت ونه سپموي.

د ویلو ده، یاد مذاکرات چې د عمان په منځګړیتوب ترسره کېږي، له دې مخکې څلور پړاوونه یې د دواړو هېوادونو (ایران او امریکا) استازو تر منځ ترسره شوي وو.