Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې بې‌ساري وچکالي؛ بزګران او مالداران د مرستې غوښتنه کوي

میمنه (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله نږدې ټول للمي او ۵۰ سلنه اوبیز کښتونه وچ شوي؛ بلخوا، کروندګر او مالداران هم دغه وضعیت اندېښمن کړي او د مرستې غوښتنه کوي.

د یو شمېر کروندګرو اندېښنې

محمدمعروف د دغه ولایت په لولاش ولسوالۍ کې یو بزګر دی چې خپل د غنمو وچ شوي کښت ته ګوري او په فکر کې ډوب دی. هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې به تل واوره او باران ورېدل او هر کال به یې ښه حاصلات درلودل.

خو هغه وايي: «سږ کال نه واوره وه او نه هم باران ورېدلی، وچکالۍ زموږ ټول کښتونه سوځولي او له منځه تللي دي.»

محمدمعروف چې د دغه وضعیت په اړه اندېښمن دی وايي، که مرسته ورسره ونه‌شي نو یو لوی ناورین به رامنځته شي.

په همدې حال کې، د دې ولسوالۍ د «حوض ماران» کلي اوسېدونکی احمد چې په ډېره سختۍ یې ۱۵۰ منه غنم او ۱۰۰ منه وربشې کرلي وو، اوس ټول له منځه تللي دي.

هغه چې ۷۵ کلن دی وايي: «په عمر کې مې داسې وچکالي نه وه لیدلې، نور موږ ته کومه هیله نه ده راپاتې.»

احمد هم له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

دغه راز، د فاریاب د لولاش ولسوالۍ د «قدوغک» کلي اوسېدونکي عبدالقیوم وویل چې د ۲۰ کسیزې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو یوازېنۍ لاره یې کرنه وه چې د وچکالۍ له امله یې ټول کښتونه له منځه تللي دي.

هغه هم د سختې وچکالۍ له امله اندېښمن دی او د مرستې غوښتنه کوي.‎

د فاریاب د بندر او لولاش ولسوالیو یو شمېر سپین‌ږیري چې له حکومت او مرستندویه موسسو د مرستې غوښتنې لپاره میمنې ښار ته راغلي، د کروندګرو او مالدارانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د لولاش ولسوالۍ یو سپین‌ږیری غلام‌جیلاني کوهستاني وايي، د کوهستانات ۹۰ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې دغه سیمې به مخکې د فاریاب د غنمو او غوښې د اړتیا منبع وه، خو اوس بې‌سارې وچکالۍ بزګران او مالداران زیانمن او اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، هغه څه چې د بندر او لولاش ولسوالیو اوسېدونکي یې ډېر اندېښمن کړي، له مرکزه لرې‌والی، د مواصلاتي لارو خرابوالی، د بازار او کاري فرصتونو نه‌شتون، د خوراکي توکو د زېرمو کمښت، د کرنې او خوړو نړۍوالو پروګرام په څېر سازمانونو د سټراټیژیکو زېرمو بندېدل دي. هغه خبرداری ورکړ چې که حکومت او نړۍوال بنسټونه په دې اړه بېړنی اقدام ونه‌کړي، خلک اړ دي چې هېواد پرېږدي او یا نورو ولایتونو ته کډه شي.

هغه زیاته کړه: «بزګران، په ځانګړې توګه کاریګر چې د لو کولو او مزدورۍ له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، اوس بېکاره او خواشیني دي، ان دې ته حاضر دي څو په نس کار وکړي چې له بده مرغه دا هم نه پیدا کېږي.»

یو مالدار: په وروستیو ۵۰ کلونو کې مو داسې وچکالي نه وه لیدلې

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ یو مالدار حاجي محمدامین وايي چې په وروستیو ۵۰ کلونو کې یې داسې وچکالي نه وه لیدلې، ټول کښتونه وچ شوي، نه غنم شته او نه هم د څارویو لپاره واښه.

هغه وویل چې په کوهستان کې د څارویو لپاره د واښو زېرمې نشته، د مالدارانو څاروي چې لا پسرلی دی، وږي دي، که حکومت او نړۍوالې موسسې اقدامات ونه کړي، خلک له بې‌وزلۍ ونه ژغوري، نو د ژمي له رارسېدو مخکې یې یا څاروي مړه او یا یې په نیمه بیه پلولو ته اړ کېږي.

کرنې ریاست: فاریاب کې نږدې ټولې للمي کروندې له منځه تللې دي

په همدې حال کې، د فاریاب د کرنې، اوبول لګولو او مالدارۍ رییس مولوي جان‌مراد وقار د کروندګرو او مالدارانو د اندېښنو په تایید سره وايي چې د خلکو ۹۰ سلنه لګښتونه د کرنې او مالدارۍ له لارې پوره کېږي، خو سختې وچکالۍ د بزګرانو نږدې ټول للمي کښتونه له منځه وړي او مالداران یې هم اندېښمن کړي دي.

وقار وویل چې سږ کال فاریاب کې پر ۹۱ زره هکتاره ځمکه للمي او نږدې پر ۵۰ زره هکتاره اوبیزه ځمکه غنم کرل شوي وو چې للمي کروندې نږدې ټولې او اوبیز کښتونه تر ۵۰ سلنې زیانمن شوي دي.

هغه زیاته کړه چې خلک، په ځانګړې توګه بزګران او مالداران خواشیني دي، هڅه کېږي چې له نړۍوالو موسسو سره په همکارۍ له بزګرانو او مالدارانو سره مرسته وشي چې له دې پرته به یو لوی ناروین رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.