Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران څه باندې څلور میلیونه ناقانونه افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره ضرب‌الاجل ټاکلی

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز رییس ویلي، د سرشمېرنې پاڼو له لغوه کېدو سره څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال په ایران کې غیرقانوني بلل شوي او هغوی ته د چنګاښ تر ۱۵مې وخت ورکړل شوی چې دغه هېواد پرېږدي.

ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز رییس نادریار احمدي ویلي، ډېری افغانان له پېژندپاڼې پرته دغه هېواد ته ورغلي او د کډوالو لویه برخه جوړوي او اوس په ایران کې ۶ میلیونه او ۱۰۰ افغانان اوسېږي.

راپور کې راغلي، تر تېر کال پورې یې د غیرقانوني افغانانو شمېر دوه میلیون او ۱۰۰ زره کسان اعلان کړی و او ویلي یې دي: «دوه میلیونه کسان هم چې د تېر کال د کب میاشتې تر ۳۰مې یې د سرشمېرنې پاڼو اعتبار درلود او له تېر کال راهیسې یې د سرشمېرنې پاڼې نور اعتبار نه لري، په دغه شمېر کې ورزیات شوي چې په هېواد کې د ناقانونه کډوالو شمېر څلور میلیونه او سل کسانو ته لوړ شوی دی.»

هغه دغه‌راز ویلي، د افغانستان د ټولو اتباعو د سرشمېرنې پاڼې، پرته له شپږو ډلو چې کولای شي د موقت کار په اخیستو په ایران کې پاتې شي، باطلې شوې او ټول غیرقانوني افغان وګړي وخت لري چې له ایرانه ووځي.

هغه دغه‌راز ویلي، هغه محصلین چې پاسپورټ لري، پاسپورټونه به یې تمدید شي او د زده‌کړو د دوام برخه کې له ستونزې سره نه مخ کېږي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.