پاراخ (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د پنجشېر ځايي مسوولین وايي، یوه روسي سوداګر او پانګهوال د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو پر شپږو کانونو د پانګونې طرحه وړاندې کړې ده.
د پنجشېر ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د روسي قیمتي ډبرو سوداګر «الیګ» د پنجشېر له والي الحاج حافظ محمداغا حکیم سره په لیدنه کې د پانګونې طرحه وړاندې کړې ده.
د پنجشېر والي ویاند سیفالدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده طرحه د پنجشېر مقام له لورې تایید او ټاکل شوې ده چې یاد روسي سوداګر به د حصه اول ولسوالۍ په خنج کلي کې د زمردو پر شپږو کانونو پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د پنجشېر والي له روسي پانګهوال سره په خبرو کې ویلي چې له هر ډول مشروع او قانوني پانګونې څخه ملاتړ کوي او د زمینې برابرولو لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، الیګ هم پنجشېر کې د شته امنیت په اړه رضایت څرګند کړی او ویلي یې دي چې پانګونه به د پرمختللو وسایلو له لارې او په معیاري تګلاره ترسره کړي او نور روسي شرکتونه به هم دغه ولایت کې پانګونې ته وهڅوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP