Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي عربستان ته د افغان حج‌کوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې له افغانستانه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره افغان حج‌کوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تېره ورځ پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له کابل، بلخ، هرات او کندهار څخه حرمینو شریفینو ته د ۳۰ زره  افغان حج‌کوونکو د لېږد بهیر په بریالیتوب سره ترسره شو.

سرچینې لیکلي، یاد شمېر کسان د آریانا افغان او کام‌ایرهوایي شرکتونو له لوري سعودي عربستان ته ولېږدول شول.

سرچینې ویلي، سږکال د حج فریضې د اداء کولو لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده بهر په سعودي عربستان کې ټولې چارې په منظمه، مؤثره او مسوولانه ډول ترسره شوې.

د سرچینې په خبره، د حج اړوند ټول قراردادونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا  له دقیق پلان، څارنې او همغږۍ وروسته له اړوندو شرکتونو سره لاسلیک او تطبیق شوي چې له امله یې حاجیانو ته یو منظم، ارام او د اطمینان وړ چاپېریال برابر شوی.

د حج وزارت دغه راز ویلي، دحاجیانو د لېږد بهیر د افغانستان له څلورو پروازي زونونو د منظم مهالوېش له مخې د روان کال د ذوالقعدې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی او په یوه میاشت کې د يادو هوايي شرکتونو له لوري د ۹۷ پروازونو په ترڅ کې پوره ۳۰ زره افغان حج‌کوونکي له هېواده سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.