Language

بغلان کې د یوه موټرچلوونکي د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي

پلخمري (پژواک، ١٠ غبرګولی ١٤٠٤): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بورکې ولسوالۍ کې د یوه کس د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه دوه کسان چې وړمه ورځ یې په بورکې ولسوالۍ کې د عبدالاحد په نوم د یوه موټر چلوونکي له وژلو وروسته د هغه موټر تښتولی و، نیولي دي.

خبرپاڼه کې د بورکې ولسوالۍ د امنیه قوماندان ملا خال‌الدین ثاقب له قوله لیکل شوي، دغو دوو  کسانو چې عبدالاحد یې په ډزو وژلی و، غوښتل د هغه موټر وتښتوي چې له سیمې د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.

بلخوا، د وژل شوي کس تره مولوي عبدالوهاب پژواک اژانس ته وویل، وراره یې د بورکې ولسوالۍ اړوند په فلول سیمه کې وژل شوی دی

هغه زیاته کړه، وراره یې چې ۲۳ کاله عمر یې درلود، له هيچا سره دښمني نه لرله، وړمه ورځ غلو فلول سیمې ته دربست بیولی، هلته یې د تومانچې په واسطه له وژلو وروسته غوښتل جسد او موټر یې تخار ولایت ته انتقال کړي خو د پولیسو له خوا ونیول شول .

د هغه په خبره، نیول شوو کسانو خپل جرم منلی دی.