Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د سېلابونو او ځمکې‌ښویېدنې له امله ۳۴ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): هندۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال‌ځتیځه سیمه کې د تېرو درېیو ورځو سختو سېلابونو او ځمکې‌ښویېدنې له امله لږ تر لږ ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هند ټلوېزیون (انډيڼ ټي‌وي) د راپور له مخې، دغه کسان د هند د شمال‌ختیځې سيمې اړوند اسام، منیپور، تریپورا، سیکیم، اروناچل پردېش او ځينو نورو کې د سېلابونو راتلو او ځمکې‌ښویېدنې له امله مړه شوي دي.

سرچينې د هواپېژندنې ادارې د چارواکو له قوله لیکلي چې هلته د لا زیاتو ورښتونو وړاندینه شوې ده.

په راپور کې راغلي، هندي چارواکو ویلي چې د بېلابېلو ادارو د بېړنیو مرستو برابرولو او بند پاتې کسانو د ژغورلو لپاره یې هڅې پیل کړې چې په‌‌کې د هند هوایي ځواک له هلیکوپټرو او کوچنيو کښتیو هم کار اخيستل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.