Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین له افغانستان سره د انفلونزا او مننجیت د ۶۶ زره دوزه واکسین مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴): عامې روغتیا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د انفلونزا او مننجیت (Meningitis) ناروغیو د ۶۶ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې له دې ډلې ۳۳ زره دوزه د انفلونزا او ۳۳ زره دوزه نور د مننجیت (Meningitis) ناروغیو واکسین دی.

په ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د چین له دې مرستې هرکلی کړی دی.

هغه د یادو واکسینونو د کیفیت خوندي پاتې کېدو لپاره د مرستو د ګمرکي چارو پر غوره مدیریت ټینګار کړی.

بلخوا، د چین استازي افغانستان کې د روغتیا برخه کې د خپلو مرستو دوام ته په اشارې ویلي چې دغه مرستې به لا زیاتې او نورو برخو ته به هم وغځیږي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هند هم افغانستان کې د انفلونزا او مننجیت ناروغیو سره د مبارزي لپاره د ۱۱ زره دوزه واکسین مرسته کړې وه.

د یادونې ده چې مننجیت د انسان د مغر او نخاع د رګونو د شاوخوا محافظتي طبقو التهابي کېدو ته وايي چې باکتریاوې، ویروسونه، فنګسي ستونزې، پرازیټونه او نورې غیرانتاني ستونزې کېدای په دې ناروغۍ د اخته کېدو لامل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.